د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ‌یو سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۲:۱۵
China Ambassdor

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر30مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ‌یو سره وکتل. محترم ملاصاحب د چین لخوا له افغانانو سره د شوو بشري مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بیارغونې لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د چین سفیر د افغانستان اسلامي امارت له لوري د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې، د نظامي لیکو د تصفیې، دولتي مامورینو ته د معاشونو د ورکړې او د امنیت په ټینګښت کې یې دې هغوی د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، دوی به د اسلامي امارت سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس په ۲۹ مه نیټه په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار د پيل په مراسمو کې د خبرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان ولایت په. . .

BACK TO NEWS