د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۸:۱۳
5U2A2687

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کنړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو لپاره به مالیې وزارت د قراردادي شرکت پاتې انوایس ورکوي او قراردادي شرکت مکلف دی چې د یاد انوایس له اخیستلو سره سم د خپلو مقروضینو پيسې هم ورکړي. د کنړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ برښنا بند کارونه 97.7 سلنه ترسره شوي او پاتې هغه به یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي. دغه بند د 2.1 مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې 4000 کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي. د اقتصادي کمېسیون له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کور او ښار جوړولو او اقتصاد وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د بوستان سبز کرنیز او مالدارۍ شرکت د بېرته فعالولو او حقوقي حیثیت معلومولو په اړه د دغه شرکت له ونډه‌والو سره ناستې وکړي او که چېرې ونډه‌وال نشي حاضرېدی، د هغوی له قانوني صلاحیت لرونکو استازو سره دې ناستې ترسره او د بېرته فعالولو لپاره یې دې جدي هڅې وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه. . .

BACK TO NEWS