د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې فدراسیون د ولسمشر له سلاکار سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۸:۳۳
5U2A8870

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه له غرمې وروسته د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي روسلان عادلګیرییف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغه لیدنې پر مهال چې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان او روسیه ښې سیاسي – اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې د امنیت په ټینګېدو سره تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او روسي پانګوال کولای شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له جملې څخه دی، چې د اقلیمي بدلون له امله ورته ډېر زیان رسېدلی او د دغه زیان په بدل کې ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.   ښاغلي روسلان عادلګیرییف په افغانستان کې له راغلو پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له حکومت او خلکو سره شریک کړي. نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتلو سره ډېری روسي پانګوال چمتو دي، چې دلته په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې. . .

BACK TO NEWS