د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۸:۹
5U2A0313

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه. محترم ملا صاحب د یاد نندارتون ګډونوالو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې نندارتونونه د یو هېواد صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات خلکو ته ورپېژني او حکومتونه هم په کور دننه او بهر د بازارموندنې په خاطر نندارتونونه جوړوي. اسلامي امارت هم د افغانستان د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د معرفي کېدو لپاره په کور دننه او بهر کې د نندارتونونو جوړولو لړۍ پيل کړې ده. محترم ملا صاحب د نندارتونونو ارزښت ته په کتو وویل چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا تر ټولو لوی نندارتون دی چې تر ۶۰۰ زیاتو غرفو کې بېلا بېل صنعتي او کرنیز توکي نندارې ته وړاندې شوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، په دغه نندارتون کې د شانګهای سازمان هم د ګډون غوښتنه کړې ده، چې اسلامي امارت د یاد سازمان دغه اقدام ستایي او هرکلی یې کوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره د امنیت په ټینګېدو په ټول هېواد کې پانګونې او د کانونو را ایستلو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او له دې برکته افغانستان تازه د بیارغېدو مرحلې ته داخل شوی.د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د ترانزیټ لپاره تر ټولو خوندي لاره ده او په دغه برخه کې یې د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو سربېره د لویو لارو بیارغونه هم پيل کړې، چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې چارو پرانیسته ده. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هېواد کې دننه د سوداګرۍ پراخېدو او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په هکله وویل چې په تېر نږدې وخت کې یې په همدې موخه په ارزګان او زابل ولایتونو کې د سوداګرۍ خونې پرانیستې دي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته یې هدایت وکړ چې په بغلان ولایت کې هم ژر تر ژره د سوداګرۍ خونه پرانیزي او لازم تشکیل ورته برابر کړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو افغان او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړه چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې اسلامي امارت له خپل لوري بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې له ټولو هغو امتیازاتو به برخمن وي کوم چې افغان پانګوالو ته ورکول کېږي. د امام ابو حنیفه (رح) دوهم ملي او نړیوال نندارتون د اسلامي امارت په ملاتړ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې په سلګونو غرفو کې بېلا بېل کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور ملي محصولات او تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوي دي. د یادولو وړ ده چې په دغه نندارتون کې پر کورنیو صنعتکارانو سربېره د ایران، ترکمنستان، ترکیې، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو صنعتکارانو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون د روان لمریز کال د سرطان میاشتې له ۲۵مې نېټې شروع او د همدې میاشتې تر ۳۱مې پورې به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS