د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان سره وکتل

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۲/۵/۲۰ - ۱۰:۱
WhatsApp Image 2023-08-12 at 08.09.58

د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ترکیه دوه دوست او د اوږدو تاریخي اړیکو درلودونکي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونو پر جوړېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو هر اړخیزې خبرې وکړې. همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې له هېواد څخه غوښتنه وکړه چې په دې هېواد کې له مېشتو افغان مهاجرینو سره ښه سلوک وکړي. د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS