محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یتیم‌تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۳۸
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یتیم‌تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د جوزجان ولایت د یتیم تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه.
د افغان ګاز امارتي شرکت مسوولینو په وینا، اوسمهال د یتیم تاق د ګازو سیمې اووه څاګانې فعالې دي او د پنځو نورو څاګانو د کیندنو قرارداد یې له یو بهرني شرکت سره لاسلیک شوی او عملاً یې کارونه پيل شوي. د دوی په خبره، له اوو فعالو څاګانو څخه په ورځني ډول له ۶۵۰ زره مترمکعب څخه زیات ګاز استخراج او له پروسس وروسته بازار ته وړاندې کېږي. د افغان ګاز امارتي شرکت مسوولین زیاتوي چې له پروسس شوي ګاز څخه ۴۰۰ زره مترمکعب ګاز د سرې او برېښنا تولیدي امارتي شرکت، ۲۵۰ زره مترمکعب ګاز بیات پاور او پاتې نور په بازار کې مستهلکینو ته وړاندې کېږي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له معیارونو سره سم د ګازو پر استخراج او د منل شوو معیارونو په پام کې نیولو سره د نویو څاګانو پر ایستلو ټینګار وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې افغانستان د طبیعي ګازو پراخې زېرمې لري او پانګوال کولای شي د دې زېرمو په استخراج او پروسس کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت پانګوالو ته مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۳۸
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یتیم‌تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د جوزجان ولایت د یتیم تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه.
د افغان ګاز امارتي شرکت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیاځلې فعالیت پيل کړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه په جوزجان ولایت کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین د بیاځلې فعالیت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۳:۳۳
Background image

د میمنې - اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن (شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه، په فاریاب ولایت کې د میمنې - اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد. . .

BACK TO NEWS