محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یتیمتاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه د جوزجان ولایت د یتیم تاق د ګازو له سیمې لیدنه وکړه.
د افغان ګاز امارتي شرکت مسوولینو په وینا، اوسمهال د یتیم تاق د ګازو سیمې اووه څاګانې فعالې دي او د پنځو نورو څاګانو د کیندنو قرارداد یې له یو بهرني شرکت سره لاسلیک شوی او عملاً یې کارونه پيل شوي. د دوی په خبره، له اوو فعالو څاګانو څخه په ورځني ډول له ۶۵۰ زره مترمکعب څخه زیات ګاز استخراج او له پروسس وروسته بازار ته وړاندې کېږي. د افغان ګاز امارتي شرکت مسوولین زیاتوي چې له پروسس شوي ګاز څخه ۴۰۰ زره مترمکعب ګاز د سرې او برېښنا تولیدي امارتي شرکت، ۲۵۰ زره مترمکعب ګاز بیات پاور او پاتې نور په بازار کې مستهلکینو ته وړاندې کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له معیارونو سره سم د ګازو پر استخراج او د منل شوو معیارونو په پام کې نیولو سره د نویو څاګانو پر ایستلو ټینګار وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې افغانستان د طبیعي ګازو پراخې زېرمې لري او پانګوال کولای شي د دې زېرمو په استخراج او پروسس کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت پانګوالو ته مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
