د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بیاځلې فعالیت پيل کړ
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۲۳مه نېټه په جوزجان ولایت کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین د بیاځلې فعالیت د پيل پرانیسته وکړه. محترم ملا صاحب د ګازي برېښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور له پانګونې ستاینه وکړه او له نورو پانګوالو یې هم وغوښتل، چې د برېښنا سکټور او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو په لور مهم ګامونه اخیستي او پانګوالو ته یې د پانګونې غوره او مناسب فرصتونه رامنځته کړي. محترم ملا صاحب له پانګوالو او صنعتکارانو وغوښتل چې د هېواد په ابادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې خپله ونډه واخلي.
