اریانا افغان هوايي شرکت د وچو او تازه میوو د صادراتو لپاره د هوايي کارګو اسانتیاوې رامنځته کوي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۱۹
اریانا افغان هوايي شرکت د وچو او تازه میوو د صادراتو لپاره د هوايي کارګو اسانتیاوې رامنځته کوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د اړوندو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د وچو او تازه میوو د صادراتو په اړه غونډه ترسره شوه. په غونډه کې له بحث وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه چې اوسمهال له ګټې پرته په تمام شوي قیمت بهرنیو هېوادونو ته د وچو او تازه میوو صادرات پيل او همدارنګه د یادو میوو د صادراتو لپاره د چارتر الوتکو د پيدا کولو په اړه له هوايي کارګو شرکتونو سره خبرې وکړي.

همداراز د اوږدمهال لپاره د دې ستونزې د اساسي حل په موخه د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې دوه کارګو الوتکې وپېري. د دې الوتکو د پېرودلو لپاره به اسلامي امارت بودیجه ورته ځانګړې کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ته هم دنده وسپارل شوه چې له سوداګرو سره د هوايي کارګو شرکت د رامنځته کولو په اړه مجلسونه وکړي.

د یادو ادارو له استازو وغوښتل شول چې خپل راپورونه په لنډ وخت کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS