د سړو خونو جوړولو پانګوالو ته پنځه کلن مالياتي معافيت ورکول کېږي

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۳۲
د سړو خونو جوړولو پانګوالو ته پنځه کلن مالياتي معافيت ورکول کېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون غونډه کې د غزني ولایت په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او کارخانې د جوړولو طرحه تایید شوه.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو د سړو خونو د نشتوالي او ګاونډیو هېوادونو له لوري پر کرنیزو محصولاتو موسمي تعرفو لوړولو او سوداګریزو لارو بندولو يې ملي اقتصاد، کرنیز محصولات او بزګران له مالي زیانونو سره مخ کړي. د یادو ستونزو د مخنیوي په موخه هر هغه شرکت یا انفرادي متشبث چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS