محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دښتې لیلې د شهیدانو ارواح ته دعا وکړه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دښتې لیلې د شهیدانو ارواح ته دعا وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند  د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په یوولسمه نېټه په جوزجان ولایت کې د دښتې لیلې د شهیدانو مزار ته ورغی او د هغوی سپېڅلې ارواح ته یې دعا وکړه. محترم ملا صاحب د دښتې لیلې د شهيدانو قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې او ویې ویل، د اسلامي نظام د اقامې په لاره کې د هغوی قربانۍ بې سارې دي او اسلامي امارت به د هغوی د ارمانونو پوره کولو لپاره پوره هڅه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS