په یوځای د مالیاتو د ورکړې په اړه له ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۵۱
په یوځای د مالیاتو د ورکړې په اړه له ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت مسوولینو نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د هېواد له ۴۰۰ زیاتو ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو او د صنعت او معدن او سوداګرۍ او پانګونې خونو له ولایتي رییسانو سره وکتل. په دې غونډه کې له تجارتي وارداتي شرکتونو څخه په ګمرک کې په یوځای د ثابتو مالیاتو اخیستلو په اړه بحث وشو. په لومړي سر کې د هېواد ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې بې شمېره سهولتونه رامنځته کړي او د همدې سهولتونو په ترڅ کې سوداګرۍ او صنعت د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی دی. ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو د سوداګرۍ کچې د لا پراختیا په موخه په اتفاق غوښتنه وکړه چې له تجارتي وارداتي شرکتونو څخه دې په یوځای ثابت مالیات واخیستل شي. دوی وویل، په دې سره به وتوانېږي چې د خپلو سوداګریزو انتقالاتو حجم څو برابره زیات او ټول وارداتي تجارتي شرکتونه به د مالیاتي بررسۍ له ستونزو خلاص شي. یاده موضوع به د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون او بیا د اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS