یوشمېر کورني پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان په یو بلاک کې ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۴۷
یوشمېر کورني پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان په یو بلاک کې ۶۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر کورنیو پانګوالو سره وکتل.

 د لیدنې پر مهال دغو پانګوالو وویل، چمتو دي چې د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډه پانګونه وکړي. د یادو پانګوالو د معلوماتو له مخې، دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه په مسلکي ډول استخراج ترسره او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه فابریکه جوړه کړي. دغه فابریکه به په ورځني ډول د ۹۰۰۰ ټنه سفنج اوسپنې د  پروسس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري، چې په مستقیم ډول به ۶۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د هېواد سل سلنه اړتیا به پوره کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادو پانګوالو له پانګونې هرکلی وکړ او د اسلامي امارت له لوري یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ. محترم ملا صاحب د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ته هدایت وکړ، څو په دې برخه کې له یادو پانګوالو سره په ګډه کار وکړي او د خپلو کړنو راپور شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۱:۱۲
Background image

د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د سوداګرۍ او پانګونې او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۲
Background image

د معیار او کیفیت ادارې ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت طریقې د تایید وړ وبلل شوې

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د معیار او کیفیت ادارې له لوري یوشمېر معیارونه او د ازمایښت طریقې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۳۹
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د پښتني بانک اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS