د اقتصادي کمېسیون له لوري په هرات ولایت کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید شوه

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۲:۱۱
د اقتصادي کمېسیون له لوري په هرات ولایت کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم په هرات ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه، پر اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو باندې د دولتي داغمه‌جاتو د وېش او پلور، د بدخشان ولایت د وېکادور سرو زرو کان د قرارداد او همدا راز یوشمېر نور تعقیبي موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

په غونډه کې له مفصل بحث وروسته په هرات ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید شوه. د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي، چې شاوخوا څلورو زرو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د اوسپنې ویلې کوونکو شرکتونو سره پخواني حسابونه تصفیه او له هغو شرکتونو چې د افغانستان اسلامي امارت پوروړي دي، پورونه ترلاسه او هغو شرکتونو ته چې د افغانستان اسلامي امارت یې پوروړی دی، پورونه تادیه کړي او د داغمه‌جاتو د وېش او پلور په تړاو دې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی حکم تطبیق کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ته هم هدایت وشو، څو د بدخشان ولایت د ویکادور سرو زرو کان د استخراج او پروسس په اړه ترسره شوې داوطلبي بې پایلې اعلان کړي او د دغه کان لپاره نوې داوطلبي ترسره شي. د نوې داوطلبۍ پر مهال دې وړ شرکت انتخاب شي.

د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

پورته ذکر شوي تصامیم د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري منظور شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS