په جوزجان ولايت کې د سيمنټو تولیدي فابريکې د جوړولو تړون لاسلیک شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۱۳
 large cement production plant in the Yatim Taq

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د عقرب مياشتې په اتمه نېټه د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د کانونو او  پټروليم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې به قراردادي شرکت د يادې فابريکې د جوړولو په برخه کې ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري. د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولين وایي، دا تړون چې له مخې به یې یاد ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو له پاره په پام کې نیول شوی دی.

د سيمنټو د دغه تولیدي فابریکې په جوړېدو سره به  شاوخوا ۱۲۰۰ هېوادوالو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS