محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبیکستان هېواد ترمذ سرحدي ښار ته په رسمي سفر ولاړ

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۲۰
6c9deab5-6371-48b4-8cbc-ff0372109213

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په اتمه نېټه د ازبیکستان هېواد په رسمي بلنه د ترمذ سرحدي ښار ته په سفر ولاړ. ټاکل شوې چې نن پنجشنبه به په دغه ښار کې «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبیکستان د لومړي وزیر، د آذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز د قزاقستان او قرغیزستان د لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS