د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د لوی اختر لمونځ د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې له سېلاب ځپلو سره یوځای اداء کړ

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۴:۳۹
Final 5

د ریاست الوزراٰء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د غور ولایت په مرکز فېرز کوه کې له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره د نېکمرغه لوی اختر لمونځ یوځای اداء کړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د لوی اختر د لمانځه پرمهال په خپله وینا کې عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله، مجاهدینو، د خپلواکۍ د لارې د شهیدانو کورنیو، هېوادوالو او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او د اسلامي امت د یووالي او اتحاد هیله یې څرګنده کړه.  د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د اسلامي امارت مسوولینو ته هدایت کړی چې د هغو هېوادوالو لاسنیوی دې وکړي چې په دې وروستیو کې د سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي دي. محترم حاجي ملا صاحب زیاته کړه، چې دده په ګډون د اسلامي امارت ټول مسوولین هڅه کوي چې زیانمنو هېوادوالو ته مرستې برابرې او د هغوی ستونزو ته پای ورکړي.  محترم ملا عبدالغني برادر آخوند غور ولایت ته د خپل سفر اصلي موخه د مرسته رسوونکو او ژغورونکو ادارو او بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول، د ټاکل شویو کمېټو له کارونو څخه ارزونه او له نېږدې د سېلاب ځپلو هېوادوالو د ستونزو اورېدل وبلل او ویې ویل چې د خپل سفر پرمهال یې له ولایتي مسوولینو، علماوو، قومي مخورو او د بېلا بېلو ولسوالیو له سېلاب ځپلو سره ناستې کړې، د دوی ستونزې یې اورېدلې او زیانمنې سیمې یې له نږدې کتلې دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په مختلفو برخو کې د سترو او ملي پروژو پیل ته په اشارې سره وویل چې ددې پروژو څخه یوه هم د ختیځ- لویدیځ دهلېز د سړک جوړونې پروژه ده. ددې پروژې په بشپړېدو سره به هرات، غور، بامیان، دایکنډي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره ونښول شي. ددې پروژې یوه برخه د هرات- غور سړک دی چې څه موده وړاندې یې د عملي چارو د پیل پرانیسته وشوه.  په پای کې محترم حاجي ملا صاحب یوځل بیا د غور ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت یې تر هغه پورې په څنګ کې ولاړ دی چې ستونزې یې په بشپړ ډول حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS