د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ته سفر وکړ

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
5U2A7335

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د جدې مياشتې په ۲۶مه نېټه ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال، چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو یې ملتیا کوله، د ننګرهار ولایت په مقام کې جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ولايت مقام کې جوړې شوې غونډې ته، چې علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او ولایتي مسوولینو ګډون کړی و، د خپلو خبرو پر مهال وويل، د افغانستان د پرمختګ او صنعتي کېدو په موخه د دوی ټوله هڅه دا ده څو په کور دننه د خپلې اړتیا وړ برېښنا تولید کړي، چې په دې سره به د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه یې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دوهم سړک جوړولو پروژه هم په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ټولګټو محترم وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله  سره شریکه او منظوري به یې واخلي. همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، اسلامي امارت په پام کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې د ننګرهار د سوداګرو ملاتړ په موخه د شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې ګمرکي تعرفه راکمه کړي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې اسلامي امارت د خپلو اړوندو ارګانونو او له ملي سوداګرو سره په ښې همغږۍ هېواد ته د راستانه شوو کډوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه کړې ده. محترم ملا صاحب  په بهر کې پر ټولو مېشت افغان کډوالو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د غونډې په پای کې د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په تدریج سره د امکاناتو برابرېدو په صورت کې د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي او له دوی غواړي چې په هېواد کې د راغلي امنیت شکر پر ځای او د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۱۸
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

BACK TO NEWS