د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۴۶
WhatsApp Image 2024-04-16 at 05.35.43_85b07a76

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په ارزګان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.  محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو، مجاهدینو او اوسیدونکو سره وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ولایت مسوولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو هېوادوالو خدمت وکړي. محترم ملا صاحب وويل: «دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې دي او ډېر تکلیفونه یې ګاللي دي، اوس یې حق دی چې اسلامي امارت د ارام ژوند زمینه ورته برابره کړي.» محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په مشکل کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي. ورپسې د یاد ولایت اوسېدونکو د اسلامي امارت د ملکي او نظامي مسوولینو له چلند څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د اسلامي امارت مسوولینو یې تل د ستونزو پرمهال لاسنیوی کړی دی. دغه راز دوی زیاته کړه، خوشحاله دي چې  پر ټول افغانستان بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او نور د نفرت، قومي تعصب او نفاق لمن له دغه هېواده ټوله شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS