د تخار ولایت سپین زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارې پيل شوې

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۸
د تخار ولایت سپین زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې په لسمه نېټه په تخار ولایت کې د تخار سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په لومړي سر کې په مشرقي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ. محترم ملا صاحب ځان له زلزله ځپلو کورنیو سره په دې غم کې شریک وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت ټول اړوند مسوولین لاس پکار دي او له شته امکاناتو څخه په کار اخیستو یې د پېښې سیمو ته رسېدنه کړې ده.

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تخار ولایت د سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیست‌غونډې ته وویل، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهم جز جوړوي او د افغانستان اسلامي امارت یې ملاتړ کوي. محترم ملا صاحب په هېواد کې د پانګونې ارزښت ته په اشارې سره وویل، په خدماتي او تولیدي اساساتو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي رشد او پراختیا له اساسي عواملو څخه ګڼل کېږي. هغه زیاته کړه، پانګونه تولیدي ظرفیتونه او صادرات زیاتوي، صنعت ته پراختیا ورکوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په تخار ولایت کې د دې لوی سوداګریز ښارګوټي جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، چې دا به د هېوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزه هوساینه مثبت اغېز ولري.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت له لوري ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او په ټولو برخو کې به ورسره لازمه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټي کې د غله جاتو، میوه جاتو، پیاز او کچالیو، ساختماني توکو او درملو سوداګریز مارکېټونه په پام کې نیول شوي، چې ټولټال پرې د عامه خصوصي مشارکت له لوري دوه میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي. دغه ښارګوټی په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې د پنځو مارکېټونو له جملې یې نن د غله جاتو مارکيټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې څلورو مارکېټونو د جوړېدو چارې یې پيل شوې. د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټی به په مجموعي ډول تر دوه زره زیات دوکانونه ولري، چې زرګونو هېوادوالو ته به کاري زمینه هم برابره کړي.

همداراز محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په تخار ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د موټرونو د خرڅلاو، موټرونو مینځلو، د نجارۍ دوکانونو او د ساختماني شرکتونو د دفترونو پروژې د جوړېدو چارو پرانیسته هم وکړه. پر دې پروژه ۱۸۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS