د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۲:۴۳
د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۳مه نېټه د هرات ولایت په کرُخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانان نن په داسې حال کې د خپلواکۍ څلورمه کلیزه لمانځي چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او د سیاسي او اقتصادي برخو په ډګر کې ګڼې لاسته راوړنې لري. د هغه په خبره، له همدې جملې یوه مهمه پروژه د پاشدان بند ده چې نن ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت له پاره مهمه او حیاتي وبلله او ویې ویل، په دې سره به په دغه ولایت کې د وچکالۍ اغېزې راکمې او د بزګرانو ستونزې به حل شي. محترم ملا صاحب زیاته کړه: «تېر کال مې د دې پروژې د پاتې چارو د پېل پر مهال ژمنه درسره کړې وه، چې اسلامي امارت به د پاشدان بند پاتې چارې په ټول توان بشپړوي. له نېکه مرغه، دا دی د پاشدان بند پاتې چارې نن بشپړې سوې.»

محترم ملا صاحب وویل، په تېر کې د اشغالونو له امله د هېواد اقتصاد وده نه ده کړې او د نورو هېوادونو پر مشروطو مرستو ولاړ و. خو اسلامي امارت هوډ کړی چې د هېواد اقتصادي وضعیت په رښتینې معنی پياوړی او د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره د ملي او سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ کوي. په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کارونو جریان ثابتوي چې اسلامي امارت په سیمه کې اقتصادي همغږي، متقابله همکاري او ثبات غواړي. د هغه په خبره، اسلامي امارت د افغانستان او سیمې د اقتصادي ثبات لپاره اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو څخه سالمه استفاده وکړي او د چا د حق اخیستلو هوډ نه لري. موږ غواړو چې هم خپلې اوبه په سالم ډول مدیریت کړو او هم د نورو ثابت حقوق ورکړو. د اوبو له مدیریت  څخه مو موخه د خپل هېواد د اقتصاد پياوړي کول دي. په هېواد کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او مهاجرت کچې راټيټولو لپاره د اوبو مدیریت له اساسي کارونو څخه ګڼو.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د اوبو او کرنې سکټور تر څنګ په نورو سکټورونو کې هم پانګونه ترسره او له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته د دې سترې پروژې د بشپړېدو مبارکي وویله او د اسلامي امارت له مسوولینو، د پاشدان بند له انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، کارګرانو او ټولو هغه کسانو څخه یې مننه وکړه، چې د دې بند په بشپړولو کې يې همکاري کړې ده.

د یادونې وړ ده چې پاشدان بند د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو، د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې زرګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS