لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
لوګر-بریشنا پروژه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لوګر ولایت کې د څلوېښت مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د کار  پېل د دغه ولایت او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه،  د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په لوګر ولایت کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوې کچې راکمه ، صنعتي فعالیتونه به زیات او ګڼو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه ایجاد شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د دې پروژو په تطبیق سره به په لوګر ولایت اقتصادي فعالیتونه زیات او د محمد اغې صنعتي پارک د برېښنا ستونزه به هم حل شي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند برېښنا د هېوادونو د پرمختګ له پاره مهمه اړتیا وبلله او د هېواد د وروسته پاتې والي یو لامل یې د کافي برېښنا نشتوالی یاد کړ. محترم ملاصاحب وویل، افغانستان د انرژۍ د تولید ډېرې سرچینې لري، خو له بده مرغه د انرژۍ له دغو سرچینو څخه سمه استفاده نه ده شوې چې له امله یې هېواد په بهرنۍ برېښنا متکي دی او هر کال سلګونه میلیون ډالره د هغه په بدل کې نورو هېوادونو ته ورکوي.

محترم حاجی ملا صاحب په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو سکټورونو ترڅنګ د انرژۍ سکټور کې هم د پام وړ پرمختګ شوی او په مختلفو ولایتونو کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید پروژې پېل شوې او د انرژۍ د تولید ترڅنګ د برېښنا د وېش، تنظیم، صنعتي سیمو او هېوادوالو ته د انرژۍ د رسولو یو شمېر پروژې هم تر کار لاندې دي. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت کلک هوډ کړی چې افغانستان به د انرژۍ له اړخه پرځان بسیا کوي او دا هېواد کولای شي نه یوازې د خپلې اړتیا وړ برېښنا تولید کړي بلکې دا ظرفیت لري چې حتی نورو هېوادونو ته هم خپله بریښنا صادره کړي، خو د دې له پاره اړتیا ده چې په هېواد کې اوبه مدیریت او له لمر او باد څخه سالمه استفاده وشي چې اسلامي امارت په همدې موخه اوږد مهاله پلانونه تر کار لاندې نیولي دي.

محترم ملا صاحب د پروژو له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د کار کیفیت ته جدي پام وکړي او په ټاکلي وخت یې بشپړ کړي.

دا پروژه چې د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې پلي کیږي دوې برخې لري  چې یوه یې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړول دي چې  په بشپړولو یې ۲۸ میلیون ډالره لګښت راځي. د دې پروژې بله برخه د ۱۲۶ میګاولټ امپیر سب استیشن جوړول او د برېښنا د انتقالي لین غځول دي چې  ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره لګښت لري. دا پروژه چې په پام کې ده په ۱۸ میاشتو کې یې د جوړولو چارې بشپړې شي، د سیمې ۴۰ زره کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا ورسوي او د محمدآغې د صنعتي پارک د برېښنا د کموالي ستونزه به هم حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په کابل ښار کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ او سوداګریز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۳۲
Background image

اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه

 د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ. . .

BACK TO NEWS