د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۲۰
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه. د یادې پالیسي لیدلوری (پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پرمختللی او سوکاله افغانستان) او موخې یې (د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول؛ د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول؛ د اشتغال کچې لوړول او د بې‌وزلۍ کمول؛ پایداره اقتصادي پراختیا او وده؛ د اقتصادي ثبات، سوکالي او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت) دي. اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.

همداراز په غونډه کې مالیې وزارت ته هدایت وشو، څو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند ۱۳ کلیو ته د برېښنا شبکې غځولو پروژې ته په ۱۴۰۴ مالي کال کې د اړتیا وړ بودیجه ځانګړې او د افغانستان برېښنا شرکت یاده پروژه تطبیق کړي.

د غونډې په پای کې په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۷۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي چې ټولټال به ۸۷۸ دوکانونه ولري. همدارنګه په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د معیاري سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه کوي. پورته تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS