په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پيل شوې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۴۰
په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو د پيل پرانیسته وشوه.

 محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن په لغمان ولایت کې د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام اخلو، دا به نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې مقاومت لوړ کړي؛ بلکې د پاکې او پایښت لرونکې انرژۍ په برخه کې به هم د هېواد اړتیا تر يو حده پوره کړي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د برېښنا سکټور په برخه کې خودکفايۍ ته د رسېدو په موخه د دې پروژې په څېر مهم ګامونه  اخیستي چې دا نه یوازې د برېښنا د تولید؛ بلکې د ملي اقتصاد، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب، د کاري فرصتونو د ایجاد او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، څه موده وړاندې د هېواد په کچه د برېښنا د تولید د اوو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شول چې مجموعي ظرفیت یې څه باندې ۲۲۸ میګاواټو ته رسېږي. دا د هېواد په کچه د برېښنا د تولید په برخه کې یو بې ساری ګام دی چې دا پروژه یې هم برخه ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پيل مراسمو ته وویل، د اسلامي امارت اقتصادي ستراتیژي پر دې ولاړه ده څو هېواد له بهرنۍ اړتیا خلاص او د خپلو موجودو کورنیو ظرفیتونو پر مټ خودکفایۍ ته ورسېږي. دا چې برېښنا د یو هېواد د اقتصادي ودې د ملا تیر بلل کېږي، په همدې موخه د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسیو په سر کې ځای لري.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د افغانستان ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده چې دا نه یوازې قیمته تمامیږي، بلکې له هېواد څخه په زیاته اندازه د اسعارو د وتلو عامل هم ګرځي. له همدې امله د برېښنا دا ډول پروژې کولی شي چې هېواد په تدریجي ډول د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته ورسوي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال  په هېواد کې د اقتصادي او پانګونې پروژو د پيل او بشپړولو له پاره امنیت تر ټولو مهم وباله او پانګوالو ته یې په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري پوره اطمینان ورکړ. محترم ملاصاحب له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په مختلفو په ځانګړي ډول د برېښنا سکټور کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کوښښ کوي چې په هېواد کې د پانګونې پروسې لنډې او پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژه د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالر پانګونه  کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو د برېښنا ستونزه تر یوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به ورسره پراختیا ومومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې. . .

BACK TO NEWS