د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کازان ته ورسېد

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۳:۵۲
د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کازان ته ورسېد

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته ورسېد. د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ته د تاتارستان جمهوریت د رهبر د مرستیال له لوري تود هرکلی وویل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS