د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ پنځه تفاهمنامې لاسلیک شوې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۰
د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ پنځه تفاهمنامې لاسلیک شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر د مرستیال محترم الکسي اویرچوک په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهمنامې لاسلیک شوې. دغه تفاهمنامې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان – روسیې د سوداګریز فورم د پرانیست‌غونډې په پای کې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې لاسلیک شوې.

دغه تفاهمنامې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ؛ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا؛ د دواړو هېوادونو د یوشمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او همداراز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS