اقتصادي کمېسیون په مهمو اقتصادي برخو کې د ځان بسیاینې پالیسۍ او طرحې تایید کړې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۵۴
اقتصادي کمېسیون په مهمو اقتصادي برخو کې د ځان بسیاینې پالیسۍ او طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. یاده طرحه له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. دغه کمپلکسونه په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او بزګرانو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.

غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم وړاندې شوه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه. افغانستان اوسمهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم خودکفا شي. اوسمهال د هېواد په کچه د چرګانو شاوخوا ۱۴ زره فارمونه فعال دي چې په مستقیم ډول پکې سل زره او په غیر مستقیم ډول پکې ۳۰۰ زره کسان په کار مصروف دي.

د اقتصادي کمېسیون دې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم د بحث لپاره وړاندې شوه. یاده پالیسي له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هېواد د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولید، پروسس او د مالدارۍ سکټور به ورسره وده وکړي.

په نباتي خوراکي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند وه، هم وړاندې شوه. یاده طرحه له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې طرحې له مخې به په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم، زغرو او لمرګلي نباتات کرل کېږي، چې د طرحې د لومړۍ برخې په تطبیق سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي. د غونډې په پای کې د یوشمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS