د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده تایید شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۷
د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه  د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیز بحث وروسته تایید شوه. د دې پالیسۍ موخه د ملي او نړیوالو معیارونو پر اساس د معدني موادو پروسس ته زمینه برابرول؛ په هېواد کې دننه د معدني موادو د پروسس په برخه کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جذب؛ د اړوندو ادارو ترمنځ د معدني موادو د پروسس او صادراتو لپاره د ښې همغږۍ رامنځته کول؛ د سیمې او نړۍ بازارونو ته د معدني موادو د سوداګرو اسانه لاسرسی او په هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

همداراز دې غونډې ته د هېواد په مهمو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکس طرحې د څېړلو په موخه د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شو. په دغه لابراتواري کمپلکس کې د ۹  وزارتونو او ادارو لپاره تاسیسات په نظر کې نیول شوي او هر لابراتوار به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي. د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو، چې په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS