د لمریزې او بادي برېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او کرنیزو کمپلېکسونو د جوړولو طرحو په اړه بحث وشو

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۱:۲۰
5U2A2796

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د لمریزې او بادي برېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او کرنیزو کمپلېکسونو د جوړولو طرحو په اړه بحث وشو. په غونډه کې له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري په هرات ولایت کې د ۵۰ مېګاواټه بادي برېښنا، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، د هېواد په پنځو زونونو کې د کرنیزو کمپلېکسونو رامنځته کولو او همدارنګه په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. له مفصلو بحثونو وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونو د ارزونې په موخه ګډ مجلسونه وکړي او خپل راپورونه په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS