د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۲۳
as

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو یوشمېر طرحو په اړه بحث وشو. دغه غونډې ته په بلخ، تخار او جوزجان ولایتونو کې د پالم ونې کرنیزو فارمونو د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. تر هراړخیزې ارزونې وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او دغو کرنیزو فارمونو ته د ځمکې د ورکړې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته واستول شوه. د دغو فارمونو لپاره ۲۰۰۰ هکټاره ځمکې ته اړتیا ده چې د روزنې چارې به یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو تر نظارت لاندې ترسره کېږي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو طرحه هم د تایید وړ وبلل شوه.

پر دې سربېره په لغمان ولایت کې د سوداګریز مرکز جوړولو، په غزني ولایت کې د سبزي منډوي جوړولو او همدا راز په کابل ښار کې له کثافاتو څخه د برېښنا تولیدولو طرحو لپاره هم ځانګړې کمېټې وټاکل شوې، څو د یادو طرحو تخنیکي، مالي او اقتصادي ارزونې ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS