محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پلتوني اوبو بند د چارو د پيل پرانیسته وکړه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۸:۴۸
WhatsApp Image 2024-08-20 at 08.20.30_63db29a9

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹ نېټه په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د چارو د پيل پرانیسته وکړه. په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ محترم وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه ولایت علماوو، سوداګرو او یوشمېر امارتي مسوولینو ګډون درلود.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال جوړو شویو مراسمو ته په خپله وینا کې وویل، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد لپاره زراعت او د زراعت د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتونو کې نیولی او پر پانګوالو یې غږ کړی چې د اوبو مدیریت په برخه کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د خودکفايۍ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو تر څنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ لري چې په خبره یې، په دغه برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده. محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه و پیل شوي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د یادو بندونو د چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي. د دغو بندونو له جملې یو هم د پلتوني بند دی چې نن یې عملاً کار پيل شو. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د پکتیکا ولسونو د اسلامي نظام د راتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي، دا اوس زموږ مسوولیت دی چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو او په دې ولایت کې هغه پروژې بشپړې کړو چې د دوی اقتصادي ستونزې تر یوې اندازې پرې حل کېدای شي. د پلتوني بند د چارو د بشپړولو په برخه کې به له شته امکاناتو څخه استفاده وکړو او له قراردادي شرکت څخه هم غواړو چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، دغه پروژه د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت له لوري په دوه نیمو کلونو کې رغول کیږي چې په بشپړېدو سره به یې د دغه ولایت مرکز ښرنې سربېره د نېږدې سیمو تر ځمکه لاندې اوبو زیرمې قوي، کرنیزې ځمکې به خړوبې، سېلابونه به کنټرول او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي. د پلتوني بند په جوړېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره، شاوخوا ۲۵ میلیونه مترمکعب اوبه به زېرمه، ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS