د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د ۸ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د برېښنایي سکنرونو د نصب قرارداد لاسلیک شو

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۳:۱۰
WhatsApp Image 2024-07-27 at 12.35.35_5a15d490

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د ۸ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د ۳۳ برېښنایي سکنرونو د نصب قرارداد لاسلیک شو. د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت د هېواد په (تورخم، حیرتان، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، آقینې او شیرخان) بندرونو کې د هر ډول توکو د سکن کولو په موخه پرمخ تللي سکنرونه نصبوي، چې د هر ډول قاچاق مخنیوی به وکړي. د یادونې وړ ده چې د پانګونې دغه طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري تایید او د اقتصادي کمېسیون له‌خوا منظور شوې، چې نن یې د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد لاسلیک شو. د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور په یادو سکنرونو شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه وکړي، چې ساختماني چارې به یې د دوه کلونو په جریان کې بشپړې او شاوخوا  ۲۰۰۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS