د لته بند له لارې د کابل - سروبي سړک پاتې چارې بشپړېږي

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۵
WhatsApp Image 2024-05-04 at 10.39.53_326b4df0.jpg

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - سروبي «لته بند» سړک څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره د ټولګټو  وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي ملا امین الله عبید، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند (حاجي ګل محمد) او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله.  د ټولګټو وزارت په پلان کې لري چې د لته بند له لارې د کابل -  سروبي سړک پاتې چارې په راتلونکي کې پیل او په ټاکلې موده یې پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS