د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له علماوو او دیني مدارسو استادانو او شیوخو سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۹:۳۷
Final 3

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور  ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له علماوو او دیني مدارسو استادانو او شیوخو سره وکتل  دغه غونډه چې د روان ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي میاشتې په۲۷مه نېټه د غور ولایت په مقام کې جوړه شوې وه، د غور ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه راغلو علماوو او د یاد ولایت دیني مدارسو استادانو او شیوخو پکې حضور درلود. د غور ولایت علماوو او د دیني مدارسو استادانو د خپلو خبرو پر  مهال په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکميت، سرتاسري امنیت د تأمین، په  بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د ښو لاسته راوړنو او له هېوادوالو سره د امارتي مسوولینو پر نېک چلند خوښي څرګنده کړه. دغه راز یې په وخت سره د پېښو سیمو ته د ژغورونکو ټیمونو او بېړنیو مرستو د لېږلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او په ځینو برخو کې یې موجودې ستونزې او غوښتنې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې، چې محترم حاجي ملا صاحب یې د حل ډاډ ورکړ. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، په غور ولایت کې د راغلو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته ځاني تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي. موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خواشیني يو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.  په پای کې محترم حاجي ملا صاحب زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت متضرر شویو هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره ټول شته امکانات پر کار اچولي دي، ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې بوختې دي چې دوی ته مرستې ورسوي او تاسو ته ډاډ درکوو، چې د زیانمن شوو هېوادوالو ستونزو ته به پر وخت سره رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS