د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱
سالنګ ته سفر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. د دغه لیدنې پر مهال د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو مسوولینو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او د یادې پروژې مسوولینو ته یې د دې ملي پروژې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې. محترم ملا صاحب  د قراردادي شرکتونو مسوولینو، تطبیق کوونکو ټیمونو او فني کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، د هېواد د ابادۍ لپاره باید په ګډه کار وکړو او دا د ویاړ ځای دی چې تاسو یې په بیارغونه کې برخه اخلئ.

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر نظارت لاندې له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد شوی، چې اوسمهال یې له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د سي ټي بي او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار جریان لري.

د یادونې وړ ده چې د یادو ګالریو پر بیارغونې سربېره په شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار هم جریان لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS