د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ولایت ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۳:۲۲
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ولایت  ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه. په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې یوشمېر اوسېدونکو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ترانسپورټي زېربنا د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او ویې ویل، د ترانسپورټي زېربناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي. د محترم ملا صاحب په خبره، له بده‌مرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له امله دې مهمې برخې ته پام نه دی شوی؛ بلکې په دې برخه کې شته زېربنا د ټیټ کیفیت له امله تخریب شوې، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د معیاري ترانسپورټي زېربنا ارزښت ته په اشارې سره وویل، په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي. په همدې موخه دا دی نن د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل عملي چارې پيلېږي، چې ۴۲ مهم تاسیسات پکې جوړېږي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د عصر اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو نه یوازې د ترانسپورټي زېربناوو د رغولو او پراخولو په برخه کې کلک هوډ لري، بلکې د نورو بنسټیزو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې د پيل مبارکي وویله او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل چې په ښه کیفیت یې چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل په  شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي. د دغه ترمینل په جوړېدو سره به ترانسپورټي اسانتیاوې زیاتې شي، د انتقال اړوند چارو په چټکتیا او غوره تنظیم کې به مهم رول ولوبوي، ترانسپورټي لګښتونه او ترافیکي ستونزې به کمې او ډېرو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS