د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سالنګ لویې لارې تونل او ګالرۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۲۷
5U2A5247

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۹مه نېټه د سالنګ لویې لارې تونل او ګالرۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په دغو مراسمو کې د ټولګتو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر امارتي مسوولینو هم حضور درلود. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل: «یو ملت په اقتصادي لحاظ هغه مهال پر پښو درېږي او د خودکفایۍ پر لور ګامونه اخلي کله چې سالمه زېربنا ولري. زموږ د هېواد زېربنا د تېرو څلوېښتو کلونو د جګړو له امله سخته صدمه لیدلې ده. د اقتصاد د اساساتو رغولو اهمیت اسلامي امارت درک کړی دی، ځکه یې د اقتصادي پالیسۍ مهمه برخه ګرځېدلې ده». محترم ملا صاحب زیاته کړه، څه موده وړاندې دوی په همدې سیمه کې د سالنګ لارې د اساسي بیارغونې د کار د پيل افتتاح درلوده، ډېر وحت نه دی تېر شوی چې نن یې د ځینو اساسي برخو لکه تونل، ګالریو او نورو ساحو د کار د پوره کېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو پرانیسته کوي. د محترم ملا صاحب په خبره، دا برخې په داسې اساسي ډول د افغان انجنیرانو له لوري رغول شوې دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګ لویې لارې اهمیت ته په اشارې سره وویل، د دې لارې اهمیت په دې کې دی چې د هېواد د شمال او جنوب د نښلولو ترڅنګ د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو له پاره د ترانزیټ په برخه کې مهم رول لوبوي، د ګاونډيو هېوادونو د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې به ډېرې اسانتیاوې رامنځته او له دې لارې به د سوداګریزې راکړې ورکړې حجم زیات شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال هېوادوالو ته د سالنګ لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د لا نورو اسانتیاوو برابرولو او همدارنګه د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په اړه وویل، اسلامي امارت په پام کې لري چې د امکاناتو په برابرېدو سره د سالنګ دوهم تونل هم وباسي او له حیرتان څخه تورخم ته د اوسپنې پټلۍ وغځوي، چې په دې سره به په ترانزیټ کې زیاتوالی او هېوادوالو ته به بې شمېره اسانتیاوې رامنځته شي محترم ملا صاحب په وخت او ښه کیفیت سره د سالنګ لویې لارې د تونل او ګالریو د اساسي بیارغونې له امله د ټولګټو وزارت، قراردادي خصوصي شرکتونو او انجنیرانو له مخلصانه هڅو مننه کوم او ملت ته زېری ورکوم چې سر له نن ورځې دغه لویه لار د هر ډول تګ راتګ له پاره چمتو ده.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملت ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په پوره اخلاص او صداقت سره د هېواد د آبادۍ لپاره هڅې کوي او ټولې کړې ژمنې به په عمل کې ثابتې کړي. محترم ملا صاحب له ټولو افغانانو وغوښتل څو د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړي. د یادولو وړ ده چې د سالنګ لویې لارې د تونلونو او ګالریو اساسي بیارغونه د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري له ټاکل شوي وخت مخکې په ښه کیفیت سره بشپړه او نن د هر ډول تګ راتګ په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه. . .

BACK TO NEWS