پېښو ته د رسېدو کمېسیون خپله دویمه ناسته ترسره کړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۳۳
Desaster

نېټه: د 2022 کال د جنوري 13مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون خپله دویمه ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې هم د تېر په څېر د وروستیو اورښتونو له امله د زیانمنو شویو خلکو د ستونزو په حل خبرې اترې وشوې.

ملا صاحب د دغه کمېسیون د ټولو ارګانونو کارونه و ارزول او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو په سبب د خلکو د ستونزو په حل کولو کې دې کوټلي ګامونه واخلي. پر دې سربېره يې ټینګار وکړ، چې د ولس خدمت او د هغوی د مشکلاتو حل کول زموږ لومړيتوب دی او باید پوره پام ورته وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS