ملا عبدالغني برادر اخوند؛ په پيروزي ښارګوټي کې د «۲۱۶» میلیونو ډالرو په ارزښت د صنعتي پارک جوړولو پرانیسته وکړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۲۷
Perozi

نېټه: د 2022 کال د اپریل 28مه

د رياست‌الوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د ښارجوړونې وزارت او د بيجينګ-ننګرهار ساختماني او توليدي شرکت تر منځ د پيروزي ښارګوټي په ختيځه برخه کې د صنعتي پارک سپارلو تړون لاسليک او د پرانيستې مراسم يې ترسره شول.

په دغه صنعتي پارک کې به چې «۲۱۶» ميليونه ډالره لګښت پرې راځي؛ «۱۵۰» کارخونې جوړېږي چې «۱۳۶۰۰» هيوادوالو ته به دايمي او  «۳۰۰۰۰» نورو کسانو ته به په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړي.

د يادولو وړ ده چې په پيروزي ښارګوټي کې پر ياد صنعتي پارک سربېره؛ ښوونيز مرکزونه، سوداګريز او د هستوګنې بلاکونه، شنې ساحې، مسجدونه او تفريحي پارکونه هم شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS