د ریاست‌الوزراء لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تورخم ته لاړ

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۸:۲۰
turkham

نېټه: د 2022 کال د فبروري 15مه

د ریاست‌الوزراء لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تورخم ته لاړ او هلته یې له مسافرو او د هغې سیمې له چارواکو سره وکتل. ملا صاحب له مسؤلو چارواکو سره د ترانزیټ او ځینو نورو سوداګریزو مسائلو په اړه خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ ملا صاحب په تورخم کې د مسافرو لپاره هغه ودانۍ پرانیستلې، چې د ننګرهار د والي مزمل صاحب تر نظارت لاندې جوړې شوې وې. په ځانګړي ډول د ښځينه او نارينه مسافرو لپاره د اوداسه، لمانځه او دمې جوړولو ځایونه شامل دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

BACK TO NEWS