د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د شاه او عروس اوبو بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
شاه و عروس بند

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ. د یاد بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اداري او سیاسي مرستیالانو سربېره د کابینې یوشمېر محترمو غړو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د اوبو ارزښت ته په اشارې سره وویل، نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی. د محترم ملا صاحب په خبره، له بده‌مرغه پر افغانستان د تحمیل شوو جګړو او یوشمېر کورنیو او بهرنیو عواملو له امله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نه ده شوې او له همدې وجې د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له وجې د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یوشمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتیا په درک کولو سره د دغه مهم اقتصادي عنصر مدیریت ته جدي پاملرنه کړې او په همدې موخه یې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند پاتې چارې بشپړې او نن یې له نېکه‌مرغه هېوادوالو ته د څښاک پاکو او همدا راز د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه ګټې اخیستنې ته سپاري.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به ډېرو بزګرانو ته د د ځمکو خړوبولو په موخه اوبه برابرې شي، د برېښنا پر تولید سربېره به د فردي اقتصاد او په ټوله کې د هېواد له ملي اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته د دغه لویې او ملي پروژې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دې او نورو پروژو په ساتنه کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه خپل فردي مسوولیت په سمه توګه اداء کړي.

د یادونې وړ ده چې شاه او عروس بند د ۷۸ متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې. . .

BACK TO NEWS