د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکاریو ۱۵ تفاهمنامې لاسلیک شوې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي اوورچوک په حضور کې د افغانستان او روسیې فدراسیون د خصوصي سکټور ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکاریو ۱۵ تفاهمنامې لاسلیک شوې. دغه تفاهمنامې افغانستان ته د درملو، غنمو او اوړو او غوړیو د وارداتو، روسیې ته د تازه میوو په ځانګړي ډول انارو د صادراتو، دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا او یوشمېر نورو برخو اړوند دي. د دې تفاهمنامو پر اساس به دواړه هېوادونه یو او بل ته صادرات او واردات ولري.
