د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې پروژه د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د پروژې قرارداد دې د قراردادي شرکت د کاري نیمګړتیاوو له امله د تصمیم نیونې په موخه تدارکاتو کمېسیون ته راجع شي، څو یې د برخلیک په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
همداراز په دې غونډه کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ملکیت په منډوي سیمه کې د سوداګریز مارکېټ جوړېدو طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ شي، چې شاوخوا ۱۶۲ میلیون افغانۍ پانګونه پرې کېږي او ۵۶۰ دوکانونه به ولري.
همدارنګه په دې غونډه کې یوې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او نړیوالو معیارونو مطابق د کارګو او پُستي خدمتونو شرکتونو د فعالیتونو تفکیک وکړي او راپور یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. 
د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.
پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS