د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۴
د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن دوشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اوومه نېټه په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد د اقتصادي ودې او په تدریجي توګه د تولیدي اقتصاد پر لور د چټکو ګامونو اخیستو لپاره د کورني صنعت پياوړي کېدل او له کورنیو تولیداتو ملاتړ مهم وبلل او د دې جدي اړتیا پر حل یې ټینګار وکړ.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د همدې لوی اساسي مسوولیت د ادا کولو په دوام نن په جوزجان ولایت کې د دې مهمې فابریکې عملي چارې پيل شوې، چې دا به د داخلي صنعت په قوي کولو، پر وارداتو د تکیې کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د افغانستان اسلامي امارت ټول تمرکز د داخلي صنعت پر پیاوړتیا دی او هڅه کوي، چې د خامو موادو د صادرولو پر ځای د یادو موادو داخلي پروسس ته زمینه مساعده کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند یوځل بیا له نړیوالو وغوښتل چې د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل پیاوړی کړي او د بې ساري امنیتي او سیاسي ثبات او بالقوه ظرفیت څخه ګټه واخلي. د هغه په خبره، د نړیوالې او سیمه ییزې سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، په نړیواله کچه د حذف سیاست پلي کول او د تحریمونو اوږدول په هېڅ صورت د نړیوال سیاست او نړیوال اقتصاد درد نه شي دوا کولی؛ بلکې برعکس دا ډول سیاستونه تهدیدونه زیږوي او د سیمه ییز او نړیوال مشارکت ونډه راکموي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته د دې فابریکې د جوړېدو مبارکي وویله او له اړوندو ادارو او قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې کارونه یې په ښه کیفیت ترسره کړي.

د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو لپاره ۷۷ ترکي شرکت ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه کوي، چې په ورځني ډول به ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولید او ۵۰۰۰ هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي. د دې فابریکې د جوړېدو چارې به په دوه کلونو کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۴
Background image

د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن دوشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په اوومه نېټه په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د اړوندو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

BACK TO NEWS