کابل ښار ته له پنجشېر سیند څخه د اوبو د انتقال په اړه له یو خصوصي شرکت سره ناسته ترسره شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۲۶
کابل ښار ته له پنجشېر سیند څخه د اوبو د انتقال په اړه له یو خصوصي شرکت سره ناسته ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کټوازي ګروپ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې ته متوجې دی او په جدي او اساسي ډول یې د حل لپاره هڅې کوي. د کټوازي ګروپ شرکت مسوولینو وویل، چمتو دي چې د ټولو معیارونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره له پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونه وکړي. هغوی زیاته کړه، د یادې پروژې په اړه به د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د معلوماتو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته خپل تخنیکي ټیمونه ساحې ته ولېږي او د دوه اوونیو په جریان کې به د یادې پروژې سروې او ډیزاین بشپړ کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده وسپارله، څو د دې پروژې په اړه موجود معلومات او اسناد د کټوازي ګروپ شرکت مسوولینو ته په واک کې ورکړي او د پروژې د تخنیکي، مالي او تطبیقي اړخونو په اړه ورسره بحثونه وکړي. محترم ملا صاحب د یاد شرکت مسوولینو ته له خپل لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ او د اوبو او انرژۍ وزارت او یاد شرکت له استازو یې وغوښتل چې په دوو اوونیو کې خپل راپور له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۱۳
Background image

د اقتصادي کمېسیون له خوا د معیار او کیفیت ۶۹ مسودې تایید شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۱
Background image

د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۲۳ مه د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ څه د پاسه ۴۶ میلیون. . .

BACK TO NEWS