محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اکبر موسسې له رییس سره وکتل

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۵۵
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اکبر موسسې له رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د اکبر موسسې له رییس نمیک حیدروف سره وکتل. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پر زیاتوالي خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د اکبر موسسې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د دې موسسې له مسوولینو یې وغوښتل چې له امارتي ادارو سره په همغږۍ د پراختیايي پروژو زیاتوالي او په ښه ډول تطبیق ته پاملرنه وکړي. محترم ملا صاحب وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.

ورپسې د اکبر موسسې رییس نمیک حیدروف خبرې وکړې. هغه وویل، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو د پراختیايي کارونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړې، له همدې فرصت څخه په استفادې به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره د نړیوالو مرستې راجلب او له امارتي ادارو او اړوندو مؤسسو سره په همغږۍ یې په ښه ډول تطبیق کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له خپل لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۱۸
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

BACK TO NEWS