د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
35465

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

غونډې ته له اجنډا سره سم ملت سټیل او خان وزیري شرکتونو ته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د اوسپنې د ظواهرو د قرارداد ورکړې موضوع وړاندې شوه. له مفصل بحث وروسته یادو شرکتونو ته د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د اوسپنې د ظواهرو د قرارداد ورکړه په دې شرط تایید شوه، چې یاد شرکتونه به په هېواد کې د اوسپنې د سل سلنه پروسس فابریکې جوړوي او له سل سلنه پروسس شوې اوسپنې څخه به ۲۰ سلنه رویالیټي کانونو او پټرولیم وزارت ته ورکوي.

دې غونډې ته د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د کوري تاو سیمې د ګچ ډبرو د لومړي او دوهم بلاکونو د رویالیټۍ موضوع هم د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته د یاد کان د لومړي او دوهم بلاکونو د في ټن ګچ ډبرو لپاره ۲۵۰ افغانۍ رویالیټي وټاکل شوه. همدارنګه د دې ترڅنګ د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د لقمان ډنډ سیمې د مرمرو ډبرو کان او د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ اړوند د جوکان سیمې د مرمرو ډبرو کان د رویالیټي پر موضوع هم بحث وشو. له هراړخیز بحث وروسته کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو کانونو د رویالیټۍ په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او خپل راپور اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همداراز د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د ولګۍ کلي د نفرایټ ډبرو د ظواهرو د قرارداد په اړه هم بحث وشو. له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د نظر په پام کې نیولو سره پرېکړه وشوه، چې د یاد کان د ظواهرو د قرارداد ورکړه کانونو او پټرولیم وزارت ته د ۶۰ سلنه رویالیټۍ په ورکړې سره تایید ده.

د غونډې په پای کې د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د ګاټ مېنه جړوبي مرکي‌خېل سیمې د سرپنټین د ظواهرو د قرارداد د ورکړې په اړه هم بحث وشو. له مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې کانونو او پټرولیم وزارت دې یاد کان ازادې داوطلبۍ ته وسپاري او د مالي او تخنیکي ارزونې په پایله کې دې وړ شرکت انتخاب او اقتصادي معاونیت ته یې دې وړاندیز کړي.

پورته نیول شوي تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS