د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کېدو پر طرحه بحث وشو

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۱:۳۳
5U2A2719

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې له اجنډا سره سم د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کېدو پر طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو هراړخیز بحثونه وشول.   په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کاري فشار ته په کتو اقتصادي کمېسیون ته وړاندیز وشو، چې د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي چاپ دې د ترافیکو عمومي ریاست ته وسپارل شي. د ترافیکو عمومي ریاست دې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ژر تر ژره د عامه مشارکت له لارې د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي پروسه پيل او د تاییدۍ لپاره یې د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS