د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۱۰
photo_٢٠٢٣-١٢-٠٥

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د برېښنا سکټور پنځه کلن پراختیايي پلان د بحث لپاره وړاندې شوی و، چې تر هراړخیزې ارزونې وروسته په پرنسیپ کې تایید او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي. د دغه پنځه کلن پلان پر اساس به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۰۰ د برېښنا تولید مختلفې پروژې بشپړې شي، چې له مخې به یې افغانستنان د برېښنا تولید په برخه کې خودکفايۍ ته نږدې شي. همدارنګه په دغه غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیې د ځمکو وېش په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یاده موضوع په هراړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دغه کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. همدا راز د عدلیې، مالیې، کانونو او پټرولیم او اوبو او انرژۍ وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ګاز تصدي او بیات پاور ترمنځ له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید درې اړخیز تړون په هراړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور د دغه کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

BACK TO NEWS