له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو شپږمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول.
 دغه لومړیتوبونه کډوالو او راستنېدونکو ته د دایمي سرپناه برابرولو، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي، د کاري فرصتونو د ایجاد او همداراز هغوی ته د لومړنیو بشري مرستو د رسولو او یوشمېر نورو برخو اړوند وو. دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره مشخص شوي، څو د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي معاونیت او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه مننه وکړه، چې دغه لومړیتوبونه یې له دوی سره شریک کړل. هغوی زیاته کړه چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

BACK TO NEWS